د کيڼ لاسو نړۍواله ورځ: په افغانستان کې کیڼ لاسي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي

۱۲ ساعتونه مخکې

(د اګست ۱۳مه نېټه) د کیڼ لاسو نړۍواله ورځ ده. څېړنې ښيي، چې د نړۍ لس سلنه خلک په کیڼ لاس کار کوي. په افغانستان کې مور او پلار خپل کیڼ لاسي ماشومان په زور په ښي لاس کار کولو ته اړ باسي چې په دې ډول هغوی ته ډول، ډول رواني ستونزې پیدا کېږي.

په نورو هېوادونو کې د کیڼ لاسو خلکو لپاره ځانګړي لاسي سامانونه جوړېږي، په ښوونیزو ادارو کې هم له څوکیو سره تړلي کيڼ لاسي مېزونه ورته چمتو کېږي، مور او پلار خپل کیڼ لاسي اولادونه په زور په ښي لاس کار کولو ته نه مجبوروي؛ خو په افغانستان کې بیا خبره برعکس ده.

ارواه‌پوهان وايي، چې په کیڼ لاس کار کول اخیتاري، د خپلې خوښې او تمرین پایله نه ده؛ بلکې انسان له موره کیڼ لاسی زېږي، خو که په زور په ښي لاس کار کولو ته اړ اېستل شي؛ له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

د کندهار اوسېدونکی ګل محمد کيڼ لاسی دی، هغه وايي:« زه مې مور او پلار له ماشومتوبه په کیڼ لاس کار ته نه پرېښودم، اوس مې ژبه بندېږي. ډاکټران وايي، چې دغه ناروغي په ښي لاس کار کولو له امله راته پيدا شوې ده.»

په کابل کې د ښوونې او روزنې پخوانی استاد محمد ظاهر شمس هم د ګل محمد خبره تاییدوي او وايي: «په کیڼ لاس کار کول اختیاري نه؛ بلکې طبيعي او مور زادي عادت دی. باید کيڼ لاسي ماشومان په ښي لاس کار کولو ته اړ نه اېستل شي؛ ځکه دغه کار هغوی ته ډول، ډول ستونزې پيدا کوي، چې يوه بېلګه يې د ژبې بندېدل دي.»

په افغانستان کې د کیڼ لاسو لپاره یوه ستونزه په ښوونیزو مرکزونو کې له څوکۍ سره تړلي واړه مېزونه دي، کیڼ لاسي زده‌کوونکي مجبور دي چې هره ورځ څو ساعته پرله پسې په څوکۍ کې کوږ کېني.

ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي:« بايد په څوکۍ کې د کېناستو پر مهال د کيڼ لاسو زده‌کوونکو وضعيت ته پام وشي. که کيڼ لاسي زده‌کوونکي پر هغو څوکيو کېني، چې د ليکنې لپاره مېزونه يې ښي خوا ته وي. دا کار له اروايي او پيډاګوژيکي پلوه ګڼ شمېر ستونزې پيدا کوي. دغه ډول زده‌کوونکي مجبور دي، چې د ناستي پر مهال خپله ملا او مغزی کوږ ونيسي.»

ښاغلی عظيمي زیاتوي: «په دې ډول څوکیو کې ناست زده‌کوونکي په ذهني لحاظ ناارامه وي، فکري تمرکز نه لري، ژر په قهر کېږي، حوصله نه‌لري، مطالعه، غوږ نيول، ليکل او ټول درسي فعاليتونه يې نيمګړي پاتې کېږي او بېړه لري، چې ژر له څوکۍ څخه ولاړ شي.»

په دې ډول څوکیو کې کېناستل عصبي ناروغۍ هم پيدا کوي. د جراحي اعصابو متخصص ډاکټر ظاهر شاه وايي، چې په ښوونیزو ادارو کې د کيڼ لاسو زده‌کوونکو لپاره د ځانګړو څوکيو نشتوالی روغتيايي ستونزې پېښوي چې له دې ډلې يو هم د ملا د تير کږېدل (Scoliosis) دي.

ډاکټر ظاهرشاه زیاتوي:« که يو زده‌کوونکی څو کاله پرله‌پسې او هره ورځ څو ساعته پر هغه څوکۍ کېني، چې ورسره تړلی مېز يې ښي لاس ته جوړ وي؛ نو په پایله کې د ملا د کږېدو ناروغي ورته پيدا کېږي.»

که څه هم په افغانستان کې په کیڼ لاس کار کول ځينې خلک بد انګیري؛ خو په نړۍ کې ډېر مشهور خلک کيڼ لاسي دي، لکه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما، د نوبل جایزې ګټونکی مشهور فېلسوف برتراندرسل او داسې نور.

نور خبرونه

رادیو