د لبنان ولسمشر ایران ته: په لبنان کې هیڅ وسله والې ډلې ته اجازه نشته

۲ ورځې مخکې

د لنبان ولسمشر جوزف عون د ایران له جګپوړي چارواکي علي لاریجاني سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې په لبنان کې هېڅ ډله د وسلو د لرلو یا د بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو اجازه نه لري. نوموړی وايي، د لبنان امنیت یوازې د حکومت او پوځ مسوولیت دی.

جوزف عون له ایراني پلاوي سره د لیدنې پرمهال د لبنان په کورنیو چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې پر ضد خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د لبنان امنیت یوازې د حکومت او پوځ مسوولیت دی.

نوموړي د متقابل درناوي په چوکاټ کې له ایران سره د همکارۍ لپاره چمتووالی هم ښودلی.

علي لاریجاني ټینګا کړی، چې ایران د لبنان حاکمیت ته درناوی لري او د حزب الله ملاتړ کوي.

نوموړي وویل:«هره پرېکړه چې د لبناني حکومت له خوا د مقاومت په سلا وشي، موږ ورته دناروی لرو.»

د راپورونو له مخې، د ایراني پلاوي له خوا د «مقاومت» یادونه د لبنان حزب الله ډلې ته په اشاره شوې ده.

علي لاریجاني ویلي:« لبنان دې ملګري او دښمنان نه سره ګډوي، ستاسي دښمن اسراییل دی، ملګری مو مقاومت دی.»

دا په داسې حال کې ده، چې د لبنان حکومت څو ورځې وړاندې د کابینې په غونډه کې د حزب الله د بې وسلې کولو لپاره د امریکا د پلان عمومي طرحه تصویب کړه، خو تېره اونۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و، چې تهران د حزب الله د هرې پرېکړې ملاتړ کوي.

نور خبرونه

رادیو