ایران ته د فرانسې، جرمني او برېتانیا خبرداری: که خبرې ونه‌کړئ بندیزونه به ولګوو

۱۳ ساعتونه مخکې

فرانسې، جرمني او برېتانیا ملګرو ملتونو ته ویلي، که ایران د اټومي پروګرام په اړه له نړۍوالو سره خبرو ته حاضر نه شي؛ نو د بندیزونو لګولو لړۍ به پیل کړي.

د یادو درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تازه ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی، که د روانې اګست میاشتې وروستیو پورې سیاسي هوکړه ونه‌شي دوی؛ به په مستقیم ډول بندیزونه بېرته ولګوي.

وړاندې د جي۷ سرمشریزه کې نورو اروپایي مشرانو هم له تهرانه غوښتي و، چې د اټومي پروګرام په اړه د ستونزې د حل لپاره دې ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي.

نور خبرونه

رادیو