ایران وايي د افغان کډوالو په اخراج کې تر هرڅه لومړی پر خپلو ملي ګټو فکر کوي

۵ ساعتونه مخکې

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د افغان کډوالو د اخراج په تړاو وویل، چې تهران په دې برخه کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ور کوي. نوموړې وايي، هیله منه ده افغانان او طالبان له هغوی سره داسې تعامل وکړي، چې ډېر رضایت یې ترلاسه کړي.

د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه په یوه خبري ناسته کې وویل، چې «د ایران او افغانستان د خلکو ژبه او دین یو دي او له کابل سره ډېره ټینګه اړیکه لري»، خو زیاته یې کړه، چې د نورو هېوادونو په څېر تهران هم اړ دی، چې د کډوالۍ لپاره مشخصې پالیسۍ ولري.

مهاجراني په خپلو خبرو کې وویل، « د کډوالو لپاره باید داسې پلان جوړ کړو چې هغوی د خپل اقتصاد د پرمختګ په لاره کې وکاروو او خپلو ملي ګټو ته خدمت وکړو».

هغې زیاته کړه چې د ایران ډېرو خلکو د غیرقانوني کډوالو پر زیاتېدو ناخوښي څرګنده کړې او دا موضوع د قانوني مکلفیت په توګه مطرح ده .

نوموړې وايي، « موږ باید له هر څه مخکې خپلو ملي مصالحو ته پام وکړو. له همدې امله خپل هېواد ته د افغانانو د بیرته ستنولو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت هڅه کړې چې دا کار د انساني کرامت په ساتلو ترسره شي».

د ایران د حکومت ویاندې وویل چې ۷۵ سلنه افغانان خپل هېواد ته په خپله خوښه ستانه شوي دي.

نوموړې د کډوالو د ستونزو ارزونې په تړاو وویل، « د موضوع د حساسیت او انساني اړخ په پام کې نیولو سره، د جمهور رییس د ښځو او کورنیو چارو مرستیالې له سرحدونو لیدنه کړې او له کورنیو سره یې خبرې کړې دي».

مهاجراني هیله وښوده، چې د افغانستان د خلکو او د هغوی د حکومت ترمنځ تعامل داسې وي چې هغوی اعظمي رضایت ترلاسه کړي.

د ایران د دولت ویاندې دا څرګندونې د افغان کډوالو له شکایتونو سره هممهاله دي.

ډېری افغان کډوال شکایت کوي، چې ایراني ماموران ورسره ښه چلند نه کوي، پیسې ترې اخېستل کیږي او د کور او فابریکو څښتان ددوی د ګروۍ پیسې او معاشونه نه ور کوي.

نور خبرونه

رادیو