طالبان وایي چې په پنجشېر کې یې د زمردو په نهمه رسمي داوطلبۍ کې د دغه ولایت له کانونو ۲۵۳۹ قیراطه ترلاسه شوي زمرد پر کورنیو سوداګرو پلورلي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې یوه چینایي سوداګر هم ګډون کړی و.
په پنجشېر ولایت کې طالب چارواکو د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه وویل، چې د زمردو په نهمه رسمي داوطلبۍ کې ۲ زره او ۵۳۹ قیراطه زمرد، چې د یاد ولایت له کانونو ترلاسه شوي وو، د داوطلبۍ له لارې په ټولیزه توګه د ۳۴۷ زره او ۸۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو وپلورل شول.
د طالبانو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د دغه ولایت لوړکیفیته زمرد نه یوازې افغانستان له نړیوالو بازارونو سره نښلولی، بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پاملرنه یې هم راجلب کړې ده.
د پنجشیر د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، دا داوطلبي د ملي او نړیوالو سوداګرو او اړوندو ادارو په ګډون ترسره شوې او په وینا یې، پروسه په شفافه توګه پر مخ وړل شوې ده.
لټون زیاته کړې، چې زمرود تر پلورل کېدو وړاندې د مسوولو څارونکو په حضور کې له کتنې وروسته بسته بندي شول، څو د داوطلبۍ شفافیت او باور فضا خوندي پاتې شي.
د پنجشیر زمرد چې د کیفیت له پلوه په سیمه کې ځانګړی شهرت لري، په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو طبیعي شتمنیو ګڼل کېږي، خو څارونکي د طالبانو کیندنې او د داوطلبۍ پروسې غیر مسلکي او غیر شفافې ګڼي.
تازه احصایې ښيي چې د هیواد په کچه په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه دي، چې له دې څخه یوازې په ۲۵۰کانونو کې قانوني فعالیت پیل شوی او ۶۰۰ جوازونه ورکړل شوي دي.