طالبانو د خپلې شنې قطعې قاتل سرتېري د دیت په ورکولو له قصاص وژغورل

۱ ساعت مخکې

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې طالبانو د خپلې «شنې قطعې» له خوا د یوه ملکي کس د وژل کېدو دوسیه د یو میلیون او سل زره افغانیو دیت په ورکولو او د مقتول د کورنۍ په ترغیبي «بښنه» تړلې ده. یادو طالب سرتېرو څه موده وړاندې یو ملکي کس وژلی و.

د ننګرهار ولایت طالب چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شډل سیمې اوسېدونکی مطیع‌الله څه وخت وړاندې د طالبانو د شنې قطعې وسله والو له خوا په «غیر قصدي ډول» وژل شوی و.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې د پېښې له امله د ولایت مرستیال، د علماوو شورا مشر، د استخباراتو او امنیه قوماندانۍ مسوولینو د مقتول له کورنۍ سره وکتل او هغوی یې بښنې ته وهڅول.

طالب چارواکي وایي، د شنې قطعې اړوند کسانو د دیت ورکولو مسوولیت منلی او د کورنۍ له بښنې یې مننه کړې ده.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې، د مقتول خپلوانو ویلي چې د بښنې پرېکړه یې «د الله د رضا» لپاره کړې او په راتلونکي کې هیڅ ډول دعوه نه لري.

خو د پېښې منتقدین وايي چې دغه «رضایت» ډېر وخت د فشار او وېرې پایله وي.

د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې دا لومړی ځل نه دی چې د دوی د وسله‌والو له لوري د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې د دیت په ورکړه او بښنې ته د کورنیو په ترغیب تړل کیږي.

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول چلند نه یوازې د عدالت د پلي کېدو مخه نیسي، بلکې وسله‌وال هڅوي چې ورته پېښې عادي ونیسي.

نور خبرونه

رادیو