امریکايي خبریال او لیکوال جان لي اندرسن په خپل نوي کتاب «د جګړې ماتې؛ د طالبانو صعود او سقوط»،کې وايي، چې «افغانستان هیڅکله له وینې تویېدو پرته نوي پړاو ته نه دی داخل شوی» او طالبان ښايي په خپل منځ کې سره ونښلي.
ګارډین ورځپاڼې د اندرسن د کتاب ځینې برخې خپرې کړې چې د امریکا شل کلن حضور، د هغې ګډوډ پای او د طالبانو بیا واک ته راګرځېدل پکې انځور شوي دي. د همدې لپاره یې د کتاب نوم «د جګړې ماتې» ایښی دی.
نوموړي په خپله سریزه کې لیکلي دي: «په افغانستان کې د امریکا او متحدینو ماموریت یوڅه بریالی و. طالبان او القاعده غرونو ته وتښتېدل او یو لویدیز پلوه نظام یې ځای ونیو».
خو اندرسن نیوکه کوي چې امریکا او لویدیځ «هیڅکله په رښتیا افغانستان ته نه دي ننوتي. له همدې امله یې هڅې د ناکامۍ په څنډه کې وې».
په کتاب کې اندرسن د طالبانو پر اوسني واک پوښتنې را پورته کړې، چې ایا دا همغه زاړه طالبان دي که نوي؟ او وايي: «موږ واقعاً نه پوهېږو.»
هغه لیکي: «په لومړنیو نښو کې زموږ ملګرو هغه کسان ولیدل چې د کندهار دودیزې جامې یې اغوستې وې او بله ډله طالبان وو، چې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یونیفورم یې پر تن و».
هغه زیاتوي: «موږ دا هم ولیدل چې د عکس او ویډیو اخیستل اوس ممنوع نه دي ځکه دوی سمارټ فونونه لرل. دې موږ ته یو څه هیله راکړه چې شاید دوی بدل شوي وي».
اندرسن د افغان میرمنو برخلیک ته هم اشاره کړې ده: «نږدې هره ښځه چې له ما سره یې خبرې کړې، له ما یې مرسته غوښتې چې له هېواده وتښتي. یوازې ښځې نه، بلکې ټولو هغو کسانو، چې له طالبانو سره نه وو، لکه دولتي کارکوونکي، د وزارتونو مرستیالان یا د الوتکې مېلمه پال، مرسته غوښتې».
هغه وايي: «یوې ښځې راته وویل: زه پوهېږم څه پرلاره دي، پوهېږم هغوی څه کوي او هغه سمه وه. حالت تر هغه څه چې څلور کاله مخکې مو فکر کاوه، ډېر خراب شوی. میرمنې په رسمي ډول له کوره بهر له خبرو کولو منع شوې، له نارینه خپلوانو پرته سفر نه شي کولای. زه حتا نه پوهېږم چې د روغتونونو د زیږون له برخو سره څه کوي».
اندرسن چې اوس ۶۸ کاله عمر لري، د طالبانو د دوامداره جګړو په اړه وايي: «د طالبانو دننه داسې ډلې شته چې ښايي په جګړه کې ښکېلې شي».
هغه وايي: «افغانستان هیڅکله له وینې تویولو پرته نوي پړاو ته نه دی تللی. دا لکه ځینې نور هېوادونه نه دی چې یوازې د سولې یا مدني توافق له لارې نوي پړاو ته لاړ شي. دلته همېشه نوي پړاوونه د وینې په بهېدو سره رامنځته کېږي».
په کتاب کې راغلي: «زه نه پوهېږم دا دور څنګه ماتېدای شي، خو اوسني واکمن طالبان به دا دور خپله مات نه کړي. دوی نوې بې عدالتي عملي کوي، دا حقیقت دی».
لیکوال ټینګار کوي چې «لویدیځ به بیا هم افغانستان ته مخ واړوي، ځکه افغانستان د شرم او ناکامۍ ځای دی؛ لکه څنګه چې د شوروي اتحاد لپاره و».
یاد امریکايي لیکوال وايي چې «زه تل غواړم افغانستان ته لاړ شم. افغانستان یو حیرانوونکی ځای دی، د خلکو ټولنه یې هم بې ساری ده».