له کابل وروسته په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پیل شول

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د هرات والي دفتر وایي په دغه ولایت کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پیل شول. د هرات لپاره د طالبانو والي ویلي چې هر افغان حق لري پاسپورت یې د کور تر دروازې ور ورسیږي.

د طالبانو د هرات والي دفتر د سې شنبې په ورځ وویل، چې په یاد ولایت کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات د هرات والي اسلام جار، د پاسپورټ او افغان پوست شرکت چارواکو په حضور کې پرانیستل شول.

اسلام جار د خوښۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د پاسپورت وېش اسانه کول یې یو ارمان و.

هغه ویلي: «هر افغان دا حق لري چې پاسپورټ يې د کور تر دروازې ور ورسېږي.»

د هرات لپاره د طالبانو والي زیاته کړې: «افغان ملت په اقتصاد، ریل پټلۍ، پاسپورټ، ګاز، برېښنا او نورو ټولنیزو برخو کې د نړیوالو معیارونو سره سم د خدماتو د ترلاسه کولو مستحق دی او د دې خدماتو وړاندې کول زموږ دنده او مسوولیت دی.»

په پرانیسته کې د طالبانو د پاسپورټ عمومي رییس ویلي، چې په کابل ولایت کې کورونو ته د پاسپورټ رسولو خدمات په بریالیتوب سره فعال شوي دي.

طالبان په هرات کې د کور تر دروازې د پاسپورټ رسولو خدمات پرانیستلو په اړه داسې مهال خبر ورکوي چې لا هم د هېواد دننه خلک د پاسپورټ په اخیستلو کې ستونزه لري او له دې ریاست څخه شکایتونه کوي.

نور خبرونه

رادیو