د هرات پخوانی والي او د طالبانو مخالف سیاستوال اسماعیل خان وايي، د طالبانو څلور کلنې کړنې ښيي، چې ددې ډلې پر وړاندې ددوی مبارزه برحقه وه او ده. نوموړی وايي، د وضعیت بدلون لپاره باید په هر ممکن ډول هڅې وشي، څو د یوه عدالتمحوره او متعهد نظام په رامنځته کېدو کې د خلکو هیلې پوره شي.
د جعیت اسلامي ګوند چګپوړي غړي اسماعیل خان د سې شنبې په ورځ په خپل پیغام کې د هرات د سقوط څلور کاله تېرېدو ته په اشارې سره وویل، «طالبان هغه ډله ده، چې نږدې دېرش کاله یې د هېواد د سلګونو بچیانو وینې توی کړې».
هغه زیاته کړې چې طالبان د دین او فقاهت درواغجنې دعوې کوي، خو په حقیقت کې یې د وینو تویولو، وژنو او دسیسو له لارې هرات تر خپلې ولکې لاندې راوست.
اسماعیل خان د جنوب لوېدیزې حوزې د ولسي مقاومت خوځښت ته درناوی څرګند کړی او ویاي یې دي، چې د دې مقاومت سنګر ساتونکو د ښار د دفاع لپاره خپل دینې مسوولیت او وجداني دنده ادا کړې ده، خو د پېچلو دسیسو او وطنپلورو معاملو له امله هېواد یوه خطرناک شاتګ ته لاړ.
تر دې وړاندې د روان کال د چنګاښ په ۱۴مه نېټه اسماعیل خان ویلي و، چې طالبان له مشروعیت، قانوني چوکاټ او د خلکو له مشارکت پرته واک ته رسېدلي او هېواد یې د میلیونونو خلکو لپاره په یوه ویروونکي زندان بدل کړی.