روسی ټبرپوه سویاتو سلاو کاویرین، چې د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ سره تړاو لري، لا هم په کابل کې د طالبانو په توقیف کې دی. دغه روسی څیړونکی د چنګاښ پر۲۹ مه د ګاڼو د قاچاق په تور له کندوز نه کابل ته لېږدول شوی و.
د روسیې یو شمېر رسنیو خبر ور کړی، چې د دغه هېواد د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ غړی سویاتوسلاو کاویرین په کابل کې د طالبانو په توقیف کې دی او لا هم نه دی خوشی شوی.
یوې روسۍ رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبرور کړی، چې کاویرین په کابل کې په توقیف کې دی او تر اوسه یې هیڅ رسمي قانوني حالت نه دی په ډاګه شوی.
سرچینې ویلي: «په رسمي ډول کاویرین هېڅ قانوني وضعیت نه لري او د هغه پر ضد د شکایتونو ماهیت لا روښانه نه دی».
دغه روسی کارپوه طالبانو د چنګاښ پر۲۹ مه په کندوز کې نیولی و او وروسته یې کابل ته ولېږداوه.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس خبر ورکړی چې د روسیې سفیر د هغه د وضعیت د معلومولو لپاره هڅې کوي، خو لا هم د هغه د ځای او وضعیت په اړه روښانه معلومات نه دي ورکړل شوي.
سویاتوسلاو کاویرین د نیول کېدو په ورځ پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي وو، « زه په کندوز کې د ګاڼو د قاچاق د هڅې په تور ونیول شوم، اوس کابل ته د استخباراتو ریاست ته وړل کېږم. هیله لرم چې هلته به موضوع یوازې د پوښتنو او د ګاڼو د اسنادو په بشپړولو پورې محدوده شي. موبایل کله نا کله راکول کېږي».
کاویرین د روسیې د اتنولوژیکي څېړنو مرکز او د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ کارکوونکی دی.
طالبانو د هغه د وضعیت او د نیول کېدو د لامل په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.