د امریکا متحده ایالتونو له پاکستان سره په یوه ترهګرۍ ضد غونډه کې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د مبارزې ژمنه تکرار کړې ده. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت وايي، چې په دې ناسته کې د امریکا د ترهګرۍ ضد ادارې سرپرست همغږوال ګریګوري لوګرفو او د چارو سرپرستې ناتالي بېکر ګډون کړی و.
په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۱مه، په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ګډې ارادې د پیاوړتیا لپاره وې څو د دې «نړیوال ګواښ» پر وړاندې مبارزه وشي.
سفارت ټینګار کړی، چې واشنګټن په ترهګرۍ ضد جګړه کې همکارۍ ته ژمن پاتې کېږي.
دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان د ازادۍ پوځ او مجید بریګیډ د بهرنيو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړل.
د امریکا سفارت په اعلامیه کې راغلي، « موږ د ترهګرۍ د ټولو ډولونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمن یو. نن د ترهګرۍ ضد ادارې سرپرست همغږوال ګریګوري لوګرفو او د چارو سرپرستې ناتالي بېکر په امریکا-پاکستان ترهګرۍ ضد خبرو اترو کې برخه واخېسته».
تر دې وړاندې واشنګټن بلوڅ ازادۍ پوځ د ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړی و.
دا نوې پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پاکستان سره اړیکې پراخې کړې دي او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره یې هم لیدلي دي.
په مارچ میاشت کې پاکستاني چارواکو شریفالله چې د امریکا په وینا د «جعفر» په نوم هم پېژندل کېږي او د داعش خراسان غړی دی، امریکا ته وسپاره.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا او پاکستان همکاري خورا مهمه ده.