په غزه کې د لوږې ناورین:د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد

پرون

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د لوږې له امله ۵ نور فلسطینیان مړه شوي دي. په دې سره د لوږې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۲۷ ته ورسېد.

د غزې عامې روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسراییل د بریدونو پر دوام د اسراییل له لوري په کلابندو سیمو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان هم مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، په دې سره په غزه کې د لوږې له امله د مړو شمېر د ۱۰۳ ماشومانو په ګډون ۲۲۷ ته ورسېد.

د اسراییل له لوري غزې ته د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د توکو د بیو د څو برابره لوړېدو له امله د میلیونونو فلسطینیانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

له دې سره سم، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل د بریدونو له امله ۸۹ نور فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې پر غزې د اسراییلو د بریدونو او بمباریو له پیله تر اوسه ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۱۵۴ زره نور ټپيان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو