د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د ایران خلک له نږدې پنځو لسیزو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو څخه محروم دي.
هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د مبارزې له لارې خپله ازادي ترلاسه کړي، او باید په دې برخه کې خطر ومني.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، «د ایران خلک له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو محروم دي»
هغه د ایران خلکو ته په خطاب کې زیاته کړې، «د ایران دیکتاتورانو د خلکو د راتلونکې د جوړولو پر ځای، پر هغوی استبداد او فقر تپلی دی، د ایران خلک د داسې رهبرانو وړ نه دي چې د جګړې پر مهال تښتي او هغوی یوازې پرېږدي.»
نتنیاهو همداراز ایران ولس ته ویلي، «سړکونو ته راووځۍ او خپله ازادي وغواړۍ، له تاسو غواړم چې دا زړورتیا ولرۍ، د خپلو هیلو د پوره کولو توان پیدا کړۍ، د ځانونو او د خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره خطر ومنۍ.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل: «اوس د عمل او د ازادۍ لپاره د مبارزې وخت دی. دغو تعصب ګرو ملایانو ته د دې اجازه مه ورکوۍ چې ان د یوې دقیقې لپاره هم ستاسو ژوند لمنځه یوسي.»