رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سرو زرو ګنبد» په نوم د څلور پوړیز هوايي دفاعي سیستم د جوړولو پلان لري.
د دې سیستم یوه پوړ به فضايي او درې نور پوړونه به یې ځمکني وي، چې پکې به د لنډ واټن ۱۱توغندیزې اډې دامریکا په الاسکا او هاوایي کې ځای پر ځای شي.
د لومړني اټکل له مخې، د دې پروژې لګښت ۱۷۵میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو د توغندیزو سیستمونو، ځمکنیو سټېشنونو او نیونکو توغندیو دقیق شمېر لا نه دی ټاکل شوی.
ټاکل شوې چې دغه دفاعي سیستم تر ۲۰۲۸کال یا د ټرمپ د احتمالي وروستۍ دورې تر پایه په جنورۍ ۲۰۲۹کې فعال شي.