طالبان وايي، له ایران څخه راغلی، یو ماهر جادوګر یې نیولی دی

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، یو ماهر جادوګر چې په دې وروستیو کې له ایرانه راغلی وو په بلخ ولایت کې یې نیولی دی.

د دغه وزارت په وینا، یاد شخص د ساحري فعالیتونو لپاره افغانستان ته راغلی، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې دغه نیول شوی جادوګر افغان که ایرانی دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، دغه جادوګر چې د خپلو جادو ګريزو فعالیتونو د دوام لپاره تېره اونۍ افغانستان ته راغلی وو، د بلخ ولایت د مرکز لسمې امنیتي حوزې په شاوخوا سیمو کې نیول شوی دی.

دغه وزارت، جادو یوه حرامه او کبیره ګناه بللې او په وینا یې له دغه جادوګر څخه چې د هویت په اړه یې بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي یو شمېر د جادو کولو کتابونه او وسایل ترلاسه شوي او لا هم تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی.

نور خبرونه

رادیو