حال وش: په ایران کې د ۱۱ بلوڅو مړې له ۱۸ ورځني ځنډ وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي

پرون

حال وش بشر حقونو سازمان وایي، چې د ایران په اصفهان، یزد او خراسان کې د هغو ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

د سازمان معلوماتو له مخي، د دې کسانو مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي‌ دي.

حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان د سې شنبه په ورځ (د زمري ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د کویر لوت په سیمه کې د ۱۱ بلوڅو مړي موندل شوي، چې د «زمري په ۳مه» د اصفهان، یزد او د سویلي خراسان ولایتونو کې د امنیتي‌ ځواکونو په ځمکني او هوايي‌ بریدونه کې وژل شوي.

دغه سازمان د وژل شویو کسانو انځورونه هم خپاره کړي دي، په وژل شويو کسانو کې ۴ د یوې کورنۍ او دوه د بلې کورنۍ اړوند دي.

حال وش زیاتوي، دغه مړي له ۱۸ ورځو ځنډ وروسته خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

د ایران امنیتي‌ چارواکو وژل شوي کسان وسله وال او د نشه يي توکو د بانډ غړي یاد کړي او زياته کړې یې ده، چې د دې ډلې مشر هم وژل شوی.

د ایران د امنیتي ځواکونو له لورې د مړو نه سپارل د وژل شویو کسانو د کورنیو غبرګونه او د خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو