فلسطیني ولسمشر محمود عباس د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۲۰مه) د سعودي عربستان له وليعهد او د وزیرانو شورا له رييس شهزاده محمد بن سلمان سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، د سعودي عربستان د مشرتابه د هڅو په پایله کې د نړۍ ډېریو هېوادونو د فلسطین دولت رسمیت پېژندنې ته مخه کړې ده.
محمود عباس د فلسطین په مساله کې د نړۍوالو د ملاتړ په راجلبولو او د فلسطین ولس د ارمانونو په پوره کولو کې د سعودي عربستان له مشرتابه مننه وکړه او د فلسطین په تړاو د نیویارک کنفرانس د جوړولو په برخه کې د سعودي عربستان رول یې ارزښتناکه وباله.
د سعودي عربستان د دولتي خبري شبکو په وینا، په دې ټلیفوني خبرو کې د دغه هېواد ولیعهد محمد بن سلمان په فلسطین کې وروستۍ پېښې او د فلسطین ولس بې ځایه کول وغندل او پر غزې یې د اسراییل د بریدونو د درېدو لپاره په ګډه د نړۍوالو د اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د ویلو ده، چې همدا څو ورځې مخکې د فلسطین د مسالې د سوله ییز حل او د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو په تړاو کنفرانس د سعودي عربستان او فرانسې په ګډې مشرۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې جوړ شوی وو.
د یاد کنفرانس په پای کې پر یوه سند سلا وشوه او په یاد سند کې د حل لارې په توګه د دوو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو، د نړۍوالې سولې او امنیت د تقویت او د سیمې لپاره د ښې راتلونکې اړوند مسایل شامل دي.
له دغې غونډې مخکې او وروسته د نړۍ یو شمېر هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره هم خپلې نېټې اعلان کړې دي.