د تهران ښاروالۍ د ښځلو پاکولو مدیر ویلي، له دې ښار څخه د افغان کډوالو اېستلو په لړ کې ډېری افغان کارګران هم ووتل؛ خو اوس ایراني کارګرانو ته ډېره تنخوا ورکول کېږي، چې هغوی دې کار ته وهڅول شي.
محسن قضاتلو ویلي، د ښاروالۍ قراردادي شرکتونه د نویو کارکوونکو د جذب په حال کې دي او د دې کار لپاره یې یو اعلان هم خپور کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د تېر کال پرتله د سړکونو د پاکوالي په اړه لږ شکایتونه ثبت شوي او د ښاروالۍ موخه د ښار پاکوالی دی.
تر دې مخکې د تهران ښاروالۍ د شورا غړي ناصر اماني د ښار د پاکوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
اماني د تهران له ښاروالۍ غوښتي و، چې د ۱۰زره ګوښه شویو کارکوونکو د ځای ناستو لپاره روښانه پلان وړاندې کړي.
د تهران د ښاري شورا غړي ناصر اماني تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د افغان کډوالو تر اېستلو وروسته د ښار په ښاروالۍ کې کاري ځواک شاوخوا ۸۰ سلنه کم شوی دی. هغه خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت د ښاروالۍ لپاره یوه جدي ستونزه جوړه کړې ده.