اروپایي ټولنې د روسیې د مرکزي بانک له کنګل شویو شتمنیو د درېیم ځل لپاره ۱،۹ میلیارد ډالراضافي عاید ترلاسه کړی چې ۹۵ سلنه به یې، چې شاوخوا ۱،۷ میلیارد ډالره کیږي، د اوکراین د پورونو ادا کولو لپاره لګول کیږي.
دغه پیسې د اووو سترو صنعتي هېوادونو(جي۷) د عایداتو ګړندي کولو ځانګړي میکانیزم له لارې ورکول کېږي، چې له مخې یې اوکراین تمه لري تر ۲۰۲۷ پورې ۵۰ میلیارد ډالر پور ترلاسه کړي.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې (جي ۷) هېوادونو د روسیې شاوخوا ۳۰۰ میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي، چې عواید یې د اوکراین د دفاع او بیارغونې لپاره کارېږي.