د هند پولیسو د کانګرس ملي ګوند مشر راهول ګاندي او لسګونه نور د حکومت مخالف مشران د نوي ډیلي په لاریون کې نیولي دي.
په دغه لاریون کې چې د نرېندرا مودي د حکومت سلګونه مخالف مشران شامل وو، د ټاکنو د «سرغړونو» پر ضد یې شعارونه ورکول.
د پولیسو په وینا، لاریونوالو د امنیتي موانعو له تېرېدو وروسته د هند د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر پر لور حرکت وکړ، خو پولیسو یې مخه ونیوله او د دوی ګڼ مشران یې ونیول.
لاریونوالو د هند ټاکنو کمېسیون او د مودي حکومت «د ټاکنو د غلا کولو» په تور تورن کړل.
راهول ګاندي وویل: «دا یوازې سیاسي مبارزه نه ده، دا د اساسي قانون د خوندي کولو مبارزه ده. موږ پاک او روڼ ټاکنیز لېستونه غواړو.»
د کانګرس ګوند ادعا کوي، چې د رایه ورکوونکو په نوملړونو کې قصداً بدلون راوړل شوی، ځینې نومونه حذف او ځینې څو ځلې تکرار شوي، تر څو د حاکم ګوند «بهاراتیا جنتا»په ګټه پایلې مهندسي شي.
مخالفو ګوندونو همدارنګه د بیهار ایالت د رایه ورکوونکو د نوملړ د بیا کتنې پرېکړه چې لږ مخکې له ټاکنو شوې، د بېوزلو رایه ورکوونکو د محرومولو هڅه بللې ده.
د مودي حکومت او د هند د ټاکنو کمېسیون دغه تورونه بې بنسټه بللي دي.