د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په غزه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د پراخولو پلانونه د «راتلونکې سترې غمیزې» په توګه وغندل او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوه نړیوال ماموریت د جوړېدو وړاندیز یې وکړ، چې په سیمه کې ثبات راولي.
د تیرې اونۍ په اوږدو کې د اسراییل د امنیت کابینې په یوه پرېکړه کې پر غزې ښار د بشپړ کنټرول اخیستو طرحه تصویب کړه چې له مخې یې پوځي عملیات پراخېږي. دغه پرېکړه په کور دننه او بهر د سختو غبرګونونو لامل شوې ده.
مکرون په یوه اعلامیه کې وویل: « د اسراییل د کابینې اعلان چې د غزې ښار او د الماواسي کمپونو د بیا نیولو او عملیاتو پراخولو خبره کوي، د بې سارې غمیزې د رامنځته کېدو نښه ده او د یوې پاینه لرونکې جګړې پر لور د تګ خطر لري».
هغه زیاته کړه: «د دې ستراتیژۍ تر ټولو ستر قربانیان به د اسراییل یرغمل کسان او د غزې ولس وي».
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د نړیوالو نیوکو په ځواب کې وویل چې اسراییل «خپل ځواک په سنجول شوي ډول کاروي».