د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې په تېرې یوې میاشتې کې یې شاوخوا ۱۲۱۷۳۰۴ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې ده؛ خو حقوقپوهان وايي، طالبانو د تېر حکومت ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دې لړ کې یې قانوني ځمکې هم غصب بللې وي.
دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې ۳۷۰۵۲ جریبه دولتي ځمکې له غصب راګرځولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې ۱۱۸۰۲۵۲ جریبه غصب شوې ځمکه دولتي ثابت شوې. د خبرپاڼې له مخې؛ د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې بیا ۱۳۲۱۷۵۲ جریبه نورې ځمکې هم د ارزونې په حال کې دي.
خو حقوقپوهان وايي، چې طالبانو له خپلې دویمې واکمنۍ سره د تېر جمهوري نظام ټول قوانین او فرمانونه لغوه کړي او ښایي چې په دې راګرځول شويو ځمکو کې قانوني ځمکې هم غصب بلل شوې وي او راګرځول شوې وي.
ځينې خلک بیا وايي، طالبان له یوې خوا ادعا کوي چې دولتي ځمکې یې له غاصبینو راګرځولې دي؛ خو له بلې خوا بیا دولتي ځمکې د عامو بېوزلو خلکو پر ځای خپلو پلویانو ته ورکوي.