د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د چنګاښ په مياشت کې یې د هېواد له ګمرکونو (۱۶۶) ټانکره بېکيفيته تېل بېرته ایران او تاجکستان ته ورګرځولي دي.
دغه وزارت نن یکشنبه (د زمري ۱۹مه) پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تېلو کې ۱۶۱ ټانکره ډیزل او ۲ ټانکره پټرول له ایران څخه نيمروز ولایت او ۳ ټانکره پټرول له تاجکستان څخه د کندوز شېرخان بندر ته راوړل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په نیمروز ولایت کې د طالبانو د نورم او سټنډرډ ادارې چارواکو هم ویلي و چې له ایرانه وارد شوي ۲۵۰ ټانکره تېلو څخه یې ۱۵۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
په نیمروز ولایت کې د طالبانو د والي دفتر (د زمري ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د نورم او سټنډرډ ادارې په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته د یادو تېلو کیفیت ټیټ بلل شوی؛ نو ځکه بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د طالبانو د سټنډرډ عالي شورا ویلي و چې د اقتصادي ټیکاو او د خلکو د روغتیایي خوندیتوب په موخه یې افغانستان ته د وارېدونکو نفتي توکو لپاره ۵۷ سټندرډونه او ازمایښتي کړنلارې تصویب کړې دي.