یوناما: افغانستان کې د جنسيتي توپیر، جبري ودونو او د سزاګانو د ورکړې پېښې زیاتې شوې دي

۳ ساعتونه مخکې

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د اپرېل میاشتې له لومړۍ نېټې نیولې د جون تر وروستیو پورې د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو کارکوونکې ګواښل شوې او د جنسيتي توپیر، جبري ودونو او په عام محضر کې خلکو ته د بېلابېلو سزاګانو د ورکړې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) نن یکشبه (د زمري ۱۹مه) د بشري حقونو د وضعیت په تړاو په خپل خپور شوي درې میاشتني راپور کې ویلي، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لا پسې پراخ او سخت کړي.

یوناما اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو بندیزونه لاهم دوام لري.

په راپور کې راغلي، چې «طالبانو د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند په برخه کې محدودیتونه نور هم سخت کړي دي. دغه محدودیتونه د حجاب، له محرم پرته تګ راتګ، ورزش، تفریح او عامه ځایونو ته د ښځو د تګ راتګ په برخو کې لګول شوي دي.»

یوناما دارنګه ویلي، چې بېرته ستنېدونکي افغانان او په ځانګړې توګه د پخواني جمهوري نظام کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، مدني فعالان، د بشري حقونو فعالان او هغه کسان چې په تېر کې یې له سفارتونو سره کار کړی؛ له جدي ګواښونو سره مخ دي.

په راپور کې له نړۍوالو غوښتنه شوې، چې په جبري توګه د افغانانو د ستنولو مخه ونیسي او د دوی د بیا مېشتېدنې لپاره دې خوندي لارې چارې برابرې کړي.

یوناما زیاته کړې، چې دغه راپور یې له خلکو سره د مستندو مرکو پر بنسټ برابر کړی دی.

د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د تازه خپور شوي راپور په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د یوناما راپورونه له واقعیتونو لرې بللي وو.

نور خبرونه

رادیو