د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۹مه) د خپلو څېړنو د موندنو له مخې راپور ورکړی، چې د مسکو کروکوس تالار کې پر یوه کنسرټ د خونړي برید له عاملانو څخه یو تن د جعلي پاسپورت په کارولو سره افغانستان ته سفر کړی و.
د راپور له مخې؛ نوموړي په افغانستان کې د «ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو مهارتونه» زده کړي وو. یاد برید د ۲۰۲۴زېږدیز کال (د مارچ په ۲۲مه نېټه) شوی و، چې په کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان وژل شوي وو.