د فرمانونو د تطبیق لړۍ؛ له زابل وروسته ابراهیم صدر غزني ته تللی

۲۲ دقيقې مخکې

له زابل وروسته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال محمد ابراهیم صدر غزني ته تللی او هلته یې د دغې ډلې له والي عبدالصمد جاوید او پوځي مسوولینو سره لیدلي دي. په دې ناسته کې د طالبانو د مشر پر اطاعت، د همغږۍ پر پیاوړتیا، یووالي او ستونزو بحث او خبرې شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د غزني لپاره د دغې ډلې والي ملا عبدالصمد جاوید په حواله راغلي، چې په «اسلامي نظام» کې اطاعت اصل دی او د مشرتابه له لوري په هر امر او لارښوونه عمل «واجب» ګڼل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په ناسته کې ښاغلي صدر په یاد ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ پر ښې همغږۍ، د امنیت د ټینګښت، د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

نوموړي تر دې مخکې نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، چې په دې لړ کې پرون زابل ولایت ته تللی و.

هغه د ملاهبت الله د فرمانونو د تطبیق او د یونیفورم د عملي کېدو لړۍ په موخه زابل ته تللی و او هلته یې ځايي طالبانو ته سپارښتنه کړې، چې باید پولیس یې یونیفورم واغوندي.

نور خبرونه

رادیو