وسله والو د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژلی

۱۲ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د طالبانو د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژلی دی. دا پېښه تېره ورځ د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ولي کریم هدیرو په سیمه کې شوې ده.

ځايي سرچینو د یکشنبې په ورځ، د زمري پر ۱۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا ضمیر هغه مهال د ناڅرګندو وسله والو له لورې په نښه شو، چې د هلمند امنیه قوماندانۍ ته پر لاره و.

برېدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یادې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په هلمند کې د طالبانو د نادعلي ولسوالۍ د نشه یې توکو پروړاندې د مبارزې مدیر داسې مهال وژل شوی، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې طالبانو د نشه يي توکو د نیولو کمپاین پیل کړی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ یې په دغه ولایت کې څه د‌پاسه ۹زره کیلوګرامه نشه يي توکو سوځولي او په تړاو یې له ۱۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

نور خبرونه

رادیو