نن (د زمري ۱۹مه) د زمري نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هر کال (د زمري په ۱۹مه) د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د دغې ورځې د نمانځلو موخه د زمريانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خلکو د پوهاوي لوړول او د ناقانونه ښکار او قاچاق مخنیوی ښودل شوی.
زمریان د وحشي ژوو په نړۍ کې د ځواک، زړورتيا او ښايست نښه بلل کېږي، چې تر ډېره په افریقا او د اسیا په ځینو سیمو کې په طبیعي ډول مېشت دي.
په لومړي ځل د زمري د نړۍوالې ورځې د نمانځنې فکر په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې په هند کې د ځنګلي او وحشي ژوو د ساتنې د برخې فعالانو لهخوا وړاندې شو او په رسمي ډول یې د زمري میاشتې ۱۹مه نېټه د زمري نړۍوالې ورځې په نوم ونوموله.
له هغه وروسته بیا دغه ورځ هرکال د زمري د ژغورنې لپاره د لاهمغږۍ په موخه د مدني ټولنو او چاپېریال ساتنې بنسټونو له لوري په پراخه کچه نمانځل کېږي.
د راپورونو پربنسټ؛ په تېرو څو لسيزو کې د زمريانو شمېر په نړۍ کې په چټکۍ سره راکم شوی او په تېرو سلو کلونو کې د وحشي زمريانو شمېر له ۲۰۰زرو څخه تر ۲۰زرو راټيټ شوی دی.
د دغه وحشي ژوي د کمېدو مهم لاملونه ښکار، د طبيعي ځايونو له منځه تلل او د وحشي ژویو ساتنې ته نه پاملرنه ښودل شوې ده.
په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د سوېل او ختیځو سیمو په دښتو او ځنګلونو کې هم پخوا زمریان ډېر وو؛ خو د وخت په تېرېدو یې نسل د څو لسيزو جګړو، د طبيعي چاپېريال د ويجاړۍ او د ښکار له امله لهمنځه ولاړ.
د وحشي ژوو او د چاپېریال ساتنې برخې پوهان وايي، چې د دغه ژوو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی او که دې مسلې ته جدي پام ونشي؛ نو ښايي د وخت په تېرېدو نور ژوي هم چې د چاپېریال د برابرۍ لپاره خورا مهم دي، لهمنځه ولاړ شي چې بیا به یې زیان ټول طبیعت ته اوښتی وي.