د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د افغانستان په محاکمو کې پخوا هم له «اسلامي شریعت» پرته بل قانون نه و؛ خو په وروستیو کلونو کې لږ وضعي قوانین ورسره یو ځای شوي وو، چې دوی تصفیه کړي او افغانستان اوس د قوانینو له تشې سره مخ نهدی.
ښاغلي مجاهد د طالبانو د دویمې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه هم لکه روسیه باید دوی په رسمیت وپېژني.
هغه اساسي قانون یوازې سياسي وثیقه بولي او زیاتوي:« اساسي قانون یوازې د حکومت تشکیل بیانوي، چې موږ تر دې مخکې لا د حکومت تشکیل لرو. کله چې زمینه برابره شي اساسي قانون به هم جوړ شي؛ خو اوس د وزارتونو لپاره د قوانینو پر جوړولو کار روان دی.»
مجاهد د روسانو لهخوا د هغوی د نظام په رسمیت پېژندل یوه لاس ته راوړنه بولي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د هغوی نظام په رسمیت وپېژني. هغه زیاته کړې، چې له امریکایانو یې هم د رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې د افغانستان د اردو ډېروالی مهم نه دی؛ مهمه دا ده چې اردو مجهزه او ښه روزل شوې وي.
مجاهد په تېرو څلورو کلونو کې د خپلو لاس ته راوړنو په بهیر کې په ښوونیزه برخه کې د پرمختګ یادونه هم وکړه؛ خو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته یې اشاره ونهکړه.