د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د قرنطين مديريت مسوولينو په تورخم کې له پاکستان څخه وارد شوي پنځلس ټنه ليمو چې کانکر ناروغۍ وهلي وو، بېرته ياد هېواد ته لېږلي دي.
د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام نن یکشنبه د زمري ۱۹مه وویل، چې د یاد ولایت د کرنې رییس د سبزۍ او مېوې له سوداګرو غوښتي چې با کيفيته توکي وارد کړي، څو هېوادوال له روغتيايي او مالي زيان څخه وژغورل شي.