له ایران او پاکستان څخه د افغان خبریالانو د اېستلو د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱ ساعت مخکې

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره کمپاین پیل کړی چې په ایران او پاکستان کې له اخراج سره مخ دي.

سازمان ویلي چې د دغه اقدام هدف د جبري شړلو مخنیوی او د نړیوالې ټولنې پام رااړول او خوندي هیوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږدولو پروسې ګړندي کول دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن یکشنبه د زمري ۱۹مه په یوه پیغام کې د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو وغوښتل، چې د ځانګړو هشټګونو په کارولو سره په دغه کمپاین کې برخه واخلي.

کمپاین په دریو اصلي پیغامونو ټینګار کوي: «له پاکستان او ایران څخه د خبریالانو شړلو ته نه،د خبریالانو خوندي هیوادونو ته د لیږدولو پروسه ګړندۍ کړئ او خبریال کیدل جرم نه دی.»

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان پرون یوه اعلامیه خپره کړه چې له ایران او پاکستان څخه د افغان خبریالانو د ایستلو پروسې پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې ده.

یاد سازمان تېره ورځ «د زمري ۱۸مه» په یوه اعلامیه کې لیکلي و، چې د یاد سازمان له خوا په ایران او پاکستان کې له مېشتو خبریالانو سره انلاین غونډه شوې ده.

په دې ناسته کې خبریالانو د ویزو نه تمدید کېدل، د پولیسو له خوا د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو رسمي لیکونو نه منل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی او همدارنګه د ستونزمن اقتصادي او قانوني وضعیت په څېر ستونزې یادې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو