ملا هبت الله د اریانا شرکت پخوانی رییس د روغتیا وزارت مرستیال ټاکلی

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو مشر د اریانا -افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ټاکلی او نن یاد وزارت ته ور معرفي شوی.

دغه راز د روغتیا وزارت پخوانی مرستیال ملا بخت رحمان شرافت د اریانا-افغان هوايي شرکت د رییس په توګه ګومارل شوی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه د زمري ۱۹مه، اعلان وکړ، چې د ملاهبت الله د حکم پر اساس، د اریانا افغان هوايي شرکت پخوانی رییس قاري عبدالولي صدیقي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه ټاکل شوی.

په دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د طالبانو د چارو ادارې رییس انورالحق انور وویل، چې دوی ټول د مشرتابه د حکمونو اطاعت کوي.

ملا هبت الله د روغتیا وزارت مخکینی مالي او اداري مرستیال د اریانا- افغان هوايي شرکت د نوي رییس په توګه ټاکلی دی.

په غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل:«موږ ډېر کادرونه لرو او له هغوی غواړو چې په پوره ژمنتیا او هڅو خپلو خلکو ته خدمت وکړي.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په علمي او تخصصي مرکزونو کې د اکاډمیکو کسانو ګوښه‌کېدل په سېستماتیک شکل روان دي او منتقدان نیوکه کوي، چې طالبان په اداري او مسلکي پوسټونو کې هم د خپلې ډلې غیر مسلکي افراد په دندو ګوماري.

نور خبرونه

رادیو