طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو جنايي پېښو کې ښکیل ۲۸ تنه نیولي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په شپږو ولایتونو کې د غلا، انسان‌تښتونې، اخلاقي فساد، د لاسي بم غورځولو او نورو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي دي.

دا کسان په ننګرهار، سمنګان، خوست، فراه، هرات او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه د زمري ۱۹مه، ویلي، چې له نیول شویو کسانو، نهه تنه په فراه، اووه تنه په سمنګان، پنځه تنه په خوست، څلور تنه په هرات، دوه تنه په نیمروز او یو بل تن د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

دوی همدراز زیاتوي چې د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په مربوطاتو کې د ۱۳ خروارو ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی هم کړی دی.

نور خبرونه

رادیو