په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په می میاشت کې د ملګرو ملتونو لسګونه افغانې ښځینه کارکوونکې د کار په تړاو د نامعلومو کسانو له خوا په مرګ ګواښل شوې او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یادې موضوع په اړه څېړنه کوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې افغان ښځینه کارکوونکو ته یې د مرګ له ګواښونو وروسته د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب لپاره موقتي اقدامات ترسره کړل.
دوی ویلي، چې د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکو ته د ګواښونو اندېښنه یې له طالبانو سره شریکه کړې، خو طالبانو ویلي، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته په ګواښونو کې د طالب جنګیالي ښکیل نه دي او د کورنیو چارو وزات له لوري په دې اړه څېړنه پیل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې یوناما د جون په شپږمه نېټه د افغانستان انټرنشنل هغه راپور تایید کړی و، چې په کابل کې یې ښځینه کارکوونکي ګواښل شوي دي.