ایران وايي چې غیر قانوني افغان کډوالو ته روغتیايي بیمه نه ور کوي

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د روغتیا وزیر محمد رضا ظفرقندي د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې غیر قانوني یا بې اسناده افغان کډوالو ته د دولتي روغتیايي بیمې امیتازات نه ورکول کیږي. نوموړي ویلي، چې یوازې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال به له دغو خدماتو برخمن وي.

محمد رضا ظفرقندي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، هغه افغان کډوال چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري د ایران په ټولو روغتونو کې د روغتیايي بیمې امتیاز ورکول کیږي، خو اسناد نه لرونکو ته د دولتي روغتیايي بیمې امنتیاز نه ورکول کیږي.

ظفرقندي ویلي:«د افغانستان هغه کډوال چې د اوسېدو او نور قانوني اسناد ولري په ټولو روغتونونو کې ښه راغلاست ورته ویل کیږي او خدمات هم ورته وړاندې کیږي، خو هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري، طبیعي ده، چې هغوی ته دولتي سبسایډي نه ورکول کېږي.»

نوموړي ویلي، چې د روغتيايي بیمې تر لاسه کولو لپاره دې افغان کډوال په دغه هېواد کې د قانوني مېشتېدو اسناد ترلاسه کړي.

همدارنګه نوموړی زیاتوي:«هغه کسان چې په ایران کې یې زده کړي کړې دي او یا هم روغتیايي اسناد ولري، که هغوی د اقامت اسناد ولري، روغتیايي خدمات ورکول کیږي.»

د ایران د روغتیا وزیر دا څرګندوني داسې مهال دي، چې ایران له تېرو څو میاشتو راهیسې د غیرقانوني افغان کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی او تردې مهاله یې سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په ایران کې غیرقانوني کډوال یوازې په بیړنیو حالاتو کې په ډېره کمه کچه روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري او اوږدمهاله درملنې، جراحي خدماتو او بیمې ته یې لاسرسی محدود دی.

نور خبرونه

رادیو