یونیسف له طالبانو وغوښتل چې نجونې زده کړو ته پرېږدي

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په اړه خبرداری ورکړی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره جدي ګواښ پېښوي. یونیسف پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي.

د یونېسف د بشري مرستو او لوژستیکي چارو مرستیال اجرایوي رییس ټیډ چایبان افغانستان ته تر خپل سفر وروسته په یوه راپور کې ویلي، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه له ۲ میلیونو ډېر افغانان چې نیم میلیون یې ماشومان دي، افغانستان ته ستانه شوي. نوموړي ویلي، چې له تازه راستنو شویو کډوالو سره یې لیدلي، خو ډېری کورنۍ د خپلو لوڼو د زده کړو د دوام په اړه ژورې اندېښنې لري.

د یونېسف ادارې دغه چارواکي افغانستان ته له سفر وروسته ټینګار کړی، چې د نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې هغوی له ښوونځي او پوهنتون څخه محروموي، بلکي د ټولنې د اقتصادي او تولنیز پرمختګ مخه یې هم نیولې ده.

نوموړی زیاتوي:«کندوز کې مې ګڼ شمېر زده کوونکي چې نجونې او هلکان ګډ وو، ولیدل، ټولو د ښوونکي، انجنیر او ډاکټر کېدو هیله لرله، خو د نجونو لپاره دا هیله له شپږم ټولګي وروسته پرې کېږي.»

نوموړي په افغانستان کې له شپږم تولګي پورته د نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې او وايي، دغه بندیز نجونې او ښځې سختې اغېزمنې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په کندوز ولایت کې یې د چټکو زده کړو له یوه ټولګي د لېدني پرمهال له یوې ښوونکې سره لیدلي چې د طالبانو د بندیز له امله یې د طب پوهنځي له فراغت څخه یوازې څو میاشتې واټن درلود.

یونېسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو د زده کړو بندیز ژر تر ژره لرې کړي، څو د هر عمر نجونې په ښوونځو کې زده کړو ته دوام ورکړي او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

د یونېسف دغه چارواکي ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ستونزې د حل لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

نور خبرونه

رادیو