اسراییل وایي چې په غزه کې یې د الجزیرې یو خبریال وژلی دی

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۹

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې په غزه کې یې د یوه برید پر مهال د الجزیرې خبریال انس الشریف وژلی دی. د اسراییل پوځ د خپل دغه اقدام د توجیه لپاره یاد خبریال د غزې په سیمه کې د حماس د یوې څانګې مشر بللی دی.

د اسراییل د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي: «انس الشریف د حماس د یوې ترهګرې څانګې مشر و او د اسراییل د ملکي وګړو او د د دفاعي ځواکونو پر ضد د توغندیزو بریدونو د ترسره کولو مسوولیت یې درلود.»
د غزې ښار د الشفاء روغتون مسوولانو ویلي، چې د الجزیرې خبریال انس الشریف له خپلو درېیو همکارانو سره یوځای د اسراییل په برید کې په دې سیمه کې وژل شوی دی.
د الجزیرې شبکې لیکلي، چې ۲۸ کلن انس الشریف د یکشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، کله چې د خبریالانو پر خیمې چې د روغتون د اصلي دروازې مخې ته وه، ډزې وشوې. د دې رسنۍ د راپور له مخې، انس الشریف چې د الجزیرې د عربي څانګې پېژندل شوی خبریال و، د شمالي غزې په اړه یې ډېر شمېر راپورونه چمتو کړي وو.
یادې رسنۍ دغه راز څرګنده کړې، چې محمد قریقه (خبریال)، ابراهیم ظاهر او محمد نوفل (د دې شبکې انځور او ویډيو اخیستونکي) هم د قربانیانو په ډله کې دي.
د الجزیرې شبکې په وروستیو کې د اسراییل پوځ په غزه کې د خپلو خبریالانو پر ضد د «تحریک د کمپاین» له امله وغندله.
د اسراییل د پوځ ویاند اویخای ادرعي په جولای میاشت کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو بیا خپره کړې وه، چې پکې الشریف د حماس د پوځي څانګې غړی بلل شوی و؛ دا ادعا د الجزیرې له لوري په کلکه د دروغو په توګه رد شوې ده.

د راپورونو له مخې، په غزه کې د جګړو له پیل راهیسې څه باندې ۲۳۰ خبریالان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د فلسطین د خبریالانو اتحادیې دا وژنې د رسنیو د غلي کولو یوه منظمه هڅه بللې وه.



نور خبرونه

رادیو