د ایران د عدلیې وزیر: له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د قانون له مخې تعقیبيږي

۱۱ ساعتونه مخکې

د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي وايي، چې د دوغارون پولې له لارې غیرقانوني افغان کډوال په منظم ډول او درناوي بېرته استول کیږي، خو وايي، له کډوالو سره ناسم چلند د قانون له مخې تعقیبیږي.

امین حسین رحیمي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته په خبرو کې ویلي، چې د افغان وګړو بېرته ستنېدل د اعزاز او درناوي په فضا کې ترسره کېږي او باید د ټولو دولتي او محلي ادارو له هڅو مننه وشي.

رحیمي زیاته کړې، چې افغان غیرقانوني مهاجر له څلورو لسیزو راهیسې د ایران د خلکو مېلمانه دي او په ستنولو کې یې هر ډول ناوړه چلند د قانون له مخې تعقیبېږي.

هغه ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد د غیرقانوني اتباعو ننوتل نه مني او هر کډوال باید د هر هېواد د قوانینو او شرایطو په منلو سره قانوني لارې غوره کړي.

د تایباد ولسوال، حسین جمشیدي ادعا کړې، چې ټولې دولتي ادارې، خدماتي برخې، ولسي ډلې او امنیتي ځواکونه د دې لپاره کار کوي چې افغانان په درناوي سره ووځي او تر اوسه په دې برخه کې هېڅ هڅه نه ده سپمول شوې.

نوموړي زیاته کړه چې درې بندرونه ماهیرود په جنوبي خراسان کې، میلک په سیستان او بلوچستان، او دوغارون په خراسان رضوي کې د غیرقانوني افغان مهاجرو د ستنېدو لپاره ځانګړي شوي دي.

د هغه په وینا، د دوغارون له لارې د وتلو ټول بهیر له تنظیم نه تر ستنېدو پورې په دوه ساعتونو کې بشپړېږي او ۷۰ سلنه افغان غیرقانوني مهاجر دغه لار کاروي.

ایراني چارواکي داسې مهال د اخراج پرمهال له افغان کډوالو سره د ښه او له درناوي ډک چلند یادونې کوي، چې افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې د ایران د پولیسو او ادارو له چلند نه ګڼ شکایتونه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو