خپلو حقونو پسې لالهانده لسګونه متقاعدینو یو وار بیا په کابل کې لاریون کړی. دغه متقاعدین وايي، له اقتصادي پلوه د بېوزلۍ تر ټولو بد وضعیت کې دي او باید د دوی لاسنیوی وشي.
دوی پرون شنبه (د زمري ۱۸مه) په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.
د عبدالخالق امرخېل په نامه یو لاریونوال وايي، د تقاعد د پېسو نه ورکړې دوی سوالګرۍ ته کېنولي او باید د مسوولانو له لوري د دوی د کړاو ختمولو ته د پای ټکی کېښودل شي.
په ورته وخت کې یو بل متقاعد د نوم نه ښودلو په شرط ویلي:« د طالبانو مشرتابه دې د خدای په خاطر موږ ته خپل حقونه راکړي.»
په تېرو نږدې څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.
د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي. د طالبانو د مالیې وزارت بیا ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکړې پرېکړه شوې ده؛ خو متقاعدین بیا نیوکه کوي، چې اړونده ادارې دغه امر نه مني.
د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.