د غزې په تړاو د نتنیاهو د نوي پلان پر ضد د شنبې په ماښام (د زمري په ۱۸مه) په تل ابیب کې زرګونه اسراییلیانو لاریون وکړ او ورسره یې د برمته شویو کسانو د تبادلې غوښتنه هم وکړه.
د دغه لاریون سمبالوونکي وايي، په دغه لاریون کې لسګونه زره کسانو ګډون کړی وو.
د راپورونو له مخې، د برمته شویو اسراییليانو د کورنیو غړو د دغه لاریون په ترڅ کې هڅې کولې چې له تل ابیب سره نښلېدونکې اصلي لارې بندې کړي، خو پولیسو یې مخنیوی کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، په اسراییل کې د عامه نظر پوښتنو له مخې، ډېری اسراییلیان په غزه کې د جګړې د سمدستي پایته رسېدو ملاتړ کوي، څو ورسره پاتې ۵۰ برمته شوي اسراییلیان ازاد شي. اسراییلي چارواکي باور لري چې شاوخوا ۲۰برمته شوي کسان به لا هم ژوندي وي.
د اسراییل امنیتي کابینې پرېکړه کړې، چې په غزه کې به خپل عملیات پراخ کړي او ورسره به غزه هم لاندې کړي، خو دغه پرېکړه ګڼ غبرګونونه پارولي دي او ځینو لوېدیځوالو بیا اسراییل ته د وسلو د لېږلو بهیر هم درولی دی.
ویل کېږي، چې د اسراییل کابینه به د یکشنبې په ورځ (د زمري په ۱۹مه) په غزه کې د پراخو عملیاتو په تړاو وروستۍ رایه ورکړي.
دغه لاریون په داسې حال کې دی، چې د اسراییل د «کان» په نوم یوې خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې واشنګټن او نور منځګړي پر حماس او اسراییل فشار راوړي څو په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره د خبرو مېز ته وګرځي.
له دې سره سم، د حماس د مشرتابه یوه غړي ویلي، دمګړی په غزه کې د جګړې د څرنګوالي په تړاو په قطر او یا هم مصر کې هېڅ ډول خبرې نشته، خو په وینا یې حماس لا هم د جګړې د درېدو لپاره له منځګړو سره په اړیکه کې دی.
مصر، قطر او امریکا د یادې جګړې د درېدو لپاره منځګړیتوب کوي او په دې موده کې یوازې د لنډ مهال لپاره دوه ځلې اوربند شوی، خو په دې نږدې راتلونکې کې په بشپړه توګه د دغې جګړې د درېدو څه څرک نه لیدل کېږي.
د اسراییل او غزې تر منځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه هغه مهال پیل شوه، چې حماس پر اسراییل توغندیز بریدونه وکړل او په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او حماس جنګیالیو ۲۵۱ کسان له اسراییله غزې ته ولېږدول او تر اوسه د خبرو له لارې یو شمېر برمته شوي کسان د دواړو لوریو تر منځ تبادله شوي، خو لا هم ویل کېږي ځینې کسان له حماس سره بندیان دي او ځينې یې ښايي مړه شوي وي.
پر غزې د اسراییل په بمباریو او بریدونو کې بیا څه باندې ۶۱ زره فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي دي.