د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن ویلي، که څه هم په افغانستان کې د سولې لپاره د ټرمپ لهخوا ډېويډ کمپ ته د طالبانو بلنه دومره بده خبره نه وه؛ خو له شک پرته چې د ټرمپ او پوتین راتلونکې غونډه هماغه د طالبانو یاد تازه کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې (د زمري په ۲۴مه نېټه) به په الاسکا ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. د پوتین یوه سلاکار هم دغه لیدنه تایید کړې او ویلي یې دي، چې پوتین او ټرمپ به په دې غونډه کې د اوکراین اوږمهاله کړکېچ او سولهيیز حل په اړه خبرې وکړي.
د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د شنبې په ورځ له سياېناېن سره په مرکه کې وویل، چې دغه غونډه د روسانو لپاره ستره بریا ده. هغه زیاته کړه: «دا غونډه کټ مټ هغه یاد راتازه کوي، لکه ټرمپ چې طالبان ډېويډ کمپ ته وربللي وو.»
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې په پټه طالبانو ته بلنه ورکړې وه، چې ډېوېډ کمپ ته ورشي او هلته له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د سولې تړون په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
خو دغې پرېکړې د ټرمپ د ټیم ترمنځ اختلاف رامنځته کړل او وروسته بیا ټرمپ دغه پلان لغوه کړ او ویې ویل، چې له طالبانو سره خبرې نه کوي؛ ځکه چې هغوی تازه یو امریکايي عسکر وژلی دی.
د ټرمپ دغه پرېکړه چې طالبان یې ډېوېډ کمپ ته وربللي وو، د جمهوريپالو او ډیموکراټانو له سخت غبرګون سره مخ شوه؛ نیوکه کوونکو د ټرمپ دغه اقدام په امریکا کې د ترهګرو لپاره مېلمستیا ته ورته وباله.