د اسراییل پولیسو په غزه کې ۴۲ فلسطینیان نیولي دي

۱ ساعت مخکې

د اسراییل پولیسو په غزه کې ۴۲ فلسطینیان نیولي دي. د راپورونو پربنسټ؛ دغه ۴۲ کسان تېره شپه په غزه کې د ناقانونه استوګنې په تور نیول شوي دي. د اسراییل امنیت وزیر د دغه فلسطینیانو نیونه منلې او تور یې لګولی، چې نیول شوي کسان قاچاق کوونکي دي.

په غزه کې رسمي سرچینو لاتراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. ډېری فلسطینیان د کار موندلو لپاره هغو سیمو ته ځي، چې دا مهال د اسراییل د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

په وروستیو څو میاشتو کې د اسراییل امنیتي ادارو د «ناقانونه استوګنې» او «امنیتي ګواښ» په نامه د فلسطینیانو پر فعالیت او کار خپل څار جدي کړی دی.

نور خبرونه

رادیو