اېر اېنډیا له سپټمبر میاشتې وروسته د نوي ډیلي او واشنګټن ډي‌سي ترمنځ الوتنې ځنډوي

۲ ساعتونه مخکې

د هند اېر اېنډیا هوایي شرکت پرېکړه کړې، چې له سپټمبر میاشتې وروسته به د نوي ډیلي او واشنګټن ډي‌سي ترمنځ الوتنې وځنډوي. د دغه الوتنو د ځنډ لامل د الوتکو عصري کول او د پاکستان له لوري هندي هوایي شرکتونو لپاره د فضايي حریم بندیزونه ښودل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د پاکستان د هوايي حریم بندیزونه، په یوه کال کې اېر اېنډیا ته ۶۰۰ مېلیونه ډالره زیان اړوي.

نور خبرونه

رادیو