ايران وايي له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې یې ۲۱ زره مشکوک کسان نيولي

۹ ساعتونه مخکې

د ایران امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو د جون په میاشت کې له اسراییل سره د دولس ورځنۍ جګړې په ترڅ کې ۲۱،۰۰۰ «مشکوک» کسان نیولي دي.ایراني چارواکي وايي، «امنیتي ځواکونو ۲۷۷۴بې اسناده کډوال نیولي او د هغوی د ټیلیفونونو د پلټنې پر مهال یې ۳۰ ځانګړې امنیتي قضیې ثبت کړې دي».

له اسراییلي بریدونو وروسته د جون پر ۱۳مه د ایران امنیتي ځواکونو د نیونو یو پراخ کمپاین پیل کړ. دوی له خلکو غوښتي وو چې د مشکوکو کسانو په اړه راپور ورکړي.

د ایران د پولیسو ویاند سعید منتظرالمهدي وویل: «د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د خلکو له خوا د زنګ وهلو پېښې ۴۱ سلنه زیاتې شوې چې د ۲۱ زره شکمنو کسانو د نیول کېدو لامل شوې.»

نوموړي دا روښانه نه کړه چې دغه نیول شوي کسان په څه تور نیول شوي، خو تهران تر دې مخکې ویلي چې ځینې کسان په دې تورن دي چې اسراییل ته یې معلومات ور کړي دي.

رویټرز د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسراییل او ایران شخړې د هغو افغان کډوالو د شړلو بهیر هم چټک کړی چې ګومان کېږي په بې اسناده ډول په ایران کې اوسېږي.

مرستندویه ادارو ویلي چې ځايي چارواکو پر ځینو افغانانو د اسراییل لپاره د جاسوسۍ تور هم لګولی دی.

ویاند زیاته کړه: «امنیتي ځواکونو ۲۷۷۴بې اسناده کډوال نیولي او د هغوی د ټیلیفونونو د پلټنې پر مهال یې ۳۰ ځانګړې امنیتي قضیې ثبت کړې دي. همدارنګه د جاسوسۍ په تور ۲۶۱ تنه او له اجازې پرته د فلمبردارۍ په تور ۱۷۲ تنه هم نیول شوي دي.»

منتظرالمهدي دا نه دي ویلي چې له نیول شویو کسانو څومره بېرته خوشې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو