د غزې پر بشپړ کنټرول د نتنیاهو او پوځي جنرالانو ترمنځ درز رامنځته شوی

۱۰ ساعتونه مخکې

واشنګټن پوسټ رپوټ ورکړی چې د غزې د اشغال پر پلان د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د پوځ د مشرانو تر منځ درز رامنځته شوی.

رپوټ وايي، نتنیاهو د سخت دریځو ښي اړخو تر فشار لاندې پوځ ته د غزې د کنټرول لپاره یو پرېکنده پلان وړاندې کړی، خو د پوځ لوړپوړو جنرالانو یې مخالفت کړی.

هغوی خبرداری ورکړی چې له جګړې وروسته پړاو لپاره له روښانه پلان پرته پراخ عملیات به د ۱۹۸۲ کال د لبنان جګړې په څېر پوځي او سیاسي ستونزې رامنځته کړي.

د پوځ د قوماندانانو په وینا، د غزې په څېر ګڼ میشته ښار کنټرولول د لسګونو زرو سرتېرو اوږدمهاله حضور ته اړتیا لري او د ښاري جګړې له امله د بشري زیان خطر ډېر لوړ دی.

رپوټ زیاتوي، که پلان عملي شي، اسراییل به د خپلو مهمو متحدینو امریکا او یو شمېر اروپایي هېوادونو سختې نیوکې وزغمي. دا هېوادونه وېره لري چې په غزه کې به بشري کړکېچ نور هم زیات شي او پر لوېدیزو حکومتونو به د مداخلې یا د پوځي ملاتړ محدودولو فشار زیات شي.

په نهايي توګه، پر یوې منځنۍ حل لارې پرېکړه وشوه چې له مخې یې پر غزې اوسنی کنټرول ۱۰ سلنه پراخ شي او د حالاتو له مخې وروسته بیا ارزونه وشي، خو دا لنډمهاله حل د سیاسي او پوځي مشرتابه تر منځ د ژور اختلاف مخه نه شي نیولای.

رپوټ وايي، پلان شوې چې د ځمکني یرغل عملیات په تدریجي ډول ترسره شي او یوازې هله پیل شي چې نږدې یو میلیون اوسېدونکي وتلو ته اړ شي.

ځینې پخواني پوځي او امنیتي چارواکي وايي، اوږدمهاله جګړه به د اسراییل نړیوال دریځ ته دایمي زیان ورسوي.

دغه وېره تېره اونۍ هغه وخت نوره هم زیاته شوه چې جرمني اعلان وکړ په غزه کې د کارېدونکو جرمني وسلو صادرات به ودروي.

واشنګټن پوسټ لیکي، پوځ ښايي تر وروستي حده د دولت د امرونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

نور خبرونه

رادیو