د طالبانو د سترې محکمې رييس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د نیول کېدو حکم هم صادر شوی، په لوګر او پکتیا ولایتونو کې یې د محکمو له رييسانو او قاضیانو سره په کتنو کې له هغوی څخه غوښتي، چې له خپلو مراجعینو سره د غوسې پر ځای ښه چلند وکړي.
عبدالحکیم حقاني په دې ۳ ورځني سفر کې د محاکمو له قضايي او اداري غړو غوښتي، چې د دعوی له طرفينو سره ښه چلند وکړي او د اصولو مطابق که لارښوونې ته اړتيا لري، رهنمايي دې ورته وکړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې قاضي او مفتي دواړه مسوول او مکلف دي څو د قضایاو له کره څېړنې وروسته فیصله وکړي.
نوموړي زیاته کړې، ډېری هېوادوال په محکمو کې د خپلو دوسیو د پرمخ وړلو په برخه کې ډېر معلومات نه لري، نو قاضیان باید له هغوی سره د غوسه ناک چلند پر ځای ښه چلند وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د سترې محکمې رييس او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د بشري ضد جرمونو په تړاو د جرمونو د نړۍوالې محکمې تر څار لاندې دی او دغې محکمې د روان کال د چنګاښ پر ۱۷مه له هغه سربېره د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د نیولو حکمونه هم صادر کړي دي.