طالبان بااستعداده زده کوونکو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړوي

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت‌الله وثیق وایي چې ډېر ژر به په کابل کې د سیدجمالدین عالي لیسه بااستعداده زده کوونکو لپاره ځانګړې کړو.

نوموړي دا څرګندونې د سمیع‌الله په نوم د ریاضي په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکي ماشوم د ستاینې په غونډه کې وکړې.

مولوي صبغت‌الله وثیق د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یادې جوړې شوې غونډه کې وویل په نوره نړۍ کې د بااستعداده لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړي ښوونځي شته او دا یوه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه: «دغه وزارت به د سمیع الله جان په څېر با استعداده زده‌کوونکو لپاره یو نمونوي ښوونځی تاسیس کړي، ترڅو هغوی د اړینو تعلیمي اسانتیاوو، عصري تدریسي موادو او تجربه لرونکو ښوونکو په لارښوونه په ښه ډول خپلې زده‌کړې پرمخ یوسي.”

دا څرګندنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله په ګډون د هغه سخت دریځه ملګرو په وار-وار د عصري او پوهنتوني زده‌کړو پر ضد د څرګندونو تر څنګ ځیني اقدامات هم کړ‌ي دي.
د ملاهبت الله په امر د هېواد د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونو ودانۍ مدرسو ته ځانګړې شوي او د دغه ډلې د افراطي افکارو له مخې پکې طالباني مدرسې جوړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو