د غزې د جګړو له پیل راهیسې کابو ۲۳ فلسطینیان له هوا څه د غورځول شویو مرستو له امله وژل شوي

۳ ورځې مخکې

د غزې د رسنیو دفتر وایي، د جګړو له پیل راهیسې کابو ۲۳ فلسطینیان له هوا څه د غورځول شویو مرستو له امله وژل شوي او ۱۲۴ تنه نور ټپیان دي. د دغه دفتر په وینا، د مرستو یو شمېر بستې سمندر ته لوېدلي چې د هغو د اېستلو پر مهال ۱۳ فلسطینیان ډوب شوي دي.

دغه دفتر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) خبر ورکړ، چې د مرستو ډېری بستې په هغو سیمو کې غورځول کېږي، چې د اسراییل تر پوځي کنټرول لاندې دي او هغه کسان چې د دغو بستو د راټولولو لپاره ورځي، د اسراییلي بریدونو له ګواښ سره مخ کېږي.
د غزې د رسنیو دفتر وویل: «موږ په ځلونو د دغو غېرانساني لارو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او په وار-وار مو غوښتنه کړې، چې مرستې په ځانګړي ډول خوراکي توکي، وچې شیدې، درمل او طبي تجهیزات باید له ځمکنیو لارو په خوندي او کافي ډول داخل کړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ځمکنیو لارو د تړل کېدو له امله بشردوستانه مرستې غزې ته له هوا څخه غورځول کېږي. په وروستیو کې اردن او اماراتو په یوه ګډ عملیات کې ۲۵ ټنه خوراکي او اړینې توکي غزې ته وغورځول.
د یادولو ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و، چې د هوا له لارې د مرستو لېږد د غزې د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای او یوازینۍ حل لاره دا ده چې د بشردوستانه مرستو د داخلېدو لپاره ځمکنۍ لارې پرانېستل شي.
الجزیرې بیا د غزې د روغتونونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه چې ډېری یې د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ول، وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو