د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې حبيبي تېر کال طالبانو القاعده شبکې ته سپارلی او اوس تر سختو شکنجو لاندې دی. هغه وایي، د امريکايي چارواکو دغه خبره ناسمه ده چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نهلري.
نوموړې پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ د امریکا حکومت ته په وار، وار راپورونه ورکړي، چې حبیبي ژوندی دی؛ خو د القاعده شبکې لهخوا تر شکنجو لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې هم کړکېچن دی.»
دغه پخوانۍ چارواکې د امریکا حکومت هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې د حبيبي د اوسني وضعیت په اړه خبر نهدي. نوموړې زیاتوي، چې باید هغه خپل کور ته راستون شي.
سارا اډمز تر دې مخکې هم ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان-امریکایي محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.
د یادونې ده، چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال (د اګسټ ۱۰مه) د «ایاراېکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې (د چنګاښ په ۲مه نېټه) اعلان کړی و، که څوک د افغان-امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ مېلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.