ندا محمد ندیم زده کړیالانو ته په خطاب کې؛ خپل دوست او دوښمن او د کفارو دسیسې وپېژنئ

۲۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ د (زمري په ۱۸مه) د ۱۴۰۴ کال د کانکور د لسو مخکښانو په ستاینغونډه کې وویل: «خپل دوست او دوښمن او د کفارو دسیسې وپېژنئ او د هغوی له افکارو متأثره نه شئ.»

ندا محمد ندیم همداراز له زده کړیالانو وغوښتل، چې خپل وخت ضایع نه کړي او زیاته یې کړه: «دا زموږ مسوولیت دی چې ځوانان په سالمه اسلامي عقیده وروزو.»

له دې سره سم، د کابل پوهنتون رييس اسامه عزیز او نورو چارواکو د کانکور له مخکښانو وغوښتل چې په پوهنتون کې هم د ښوونځي په څېر کوښښ وکړي او له ځانونو تکړه متخصصین جوړ کړي.

ویل کېږي، د غونډې په پای کې د کانکور دغو لسو مخکښانو ته یو – یو لپټاپ کمپیوټرونه د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب‌الله اغا وویل، چې د دیني زده‌کړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دې ډلې تل له دې کبله نیوکې کېږي، چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دغې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګې پورته افغان نجونې د ښوونځي او پوهنتون له زده‌کړې محرومې کړې دي.
دغه راز د یادونې وړ ده، چې له څلورو کلونو راهیسې هېڅ نجلۍ زده کوونکې ته په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو